غزل
يو پسې بل بل پسې بل څراغ روښانه ساته
دنيا پرېږده ،ملنګه خپل څراغ روښانه ساته
مړه خو زړه دی دلاسې ملاسې ورکړه کنه
مړه څه اوکړه په چل ول څراغ روښانه ساته
تل تاته شعر وايم تل ځان کړم زخم زخم ياره
بس ماته حکم دی چې تل څراغ روښانه ساته
که اراده دې په دې لاره د واپس راتلو وي
ګرانه خو ده خو د خپل پل څراغ روښانه ساته
توره کوه که موسيقار يې سر ژوندی اوساته
او که شاعر يې د غزل څراغ روښانه ساته
که يار لرې نو زړه او ذهن کښې يې زباد اولره
د دې جونګړې او محل څراغ روښانه ساته
که وي دبۍ که پېښور ممتازه خپل ډاډ لره
په نوم د ښکلو د کابل څراغ روښانه ساته
ایک تبصرہ شائع کریں