یو د خندا انځور بل د ژړا انځور

شاعرې

اتوار، 25 مئی، 2025

یو د خندا انځور بل د ژړا انځور

 


لټون

یو د خندا انځور بل د ژړا انځور

دا چې نن تت تت دی شو وارخطا انځور

پټ پخپل ځان کې وو ما کړو رسوا انځور

ماته ګیله کوي زما زما انځور

علم او پوهه ده دا د رڼا انځور

په وچوو شنډو هم دا د مسکا انځور

تعلیم زمونږه دی د ارامتیا انځور

دا په رښتنې دی د پرمختیا انځور

دا په دیوال زوړند مات شوی بیا انځور

په زمکه ولویدو دغه د چا انځور

د خاورو غېږ کې اوس لاس په دعا انځور

د چا د سترکو تور د خپل اشنا انځور

چا د سینې پورې نیولی دا انځور

د هر چا خوښ وې تل ښکلی صفا انځور

خواږه خواږه ګوري زما او ستا انځور

هغې ته ګران به وې که وې رښتیا انځور

زړکی د مینې کور ژوند د ښکلا انځور

یو د وفا تړون بل بې وفا انځور

ډیر پخوانی که وې د نن سبا انځور

تاریخ ته پاتي دی دا خامخا انځور

راځۍ چې یو ځای کړو د پښتونخوا انځور

یووالی حق زمونږ. دا د دنیا انځور

زه په لټون ددې که شې پیدا انځور

نسیمه ستوریه نن ورک د لیلا انځور

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف