ښاغلی ظفرعلي ناز د سوات د رڼاګانو او رنګونو شاعر
ليک: امان الله نصرت
ښاغلی ظفرعلي ناز د پښتو ادب هغه تاند او ښکلی ګلاب دی چې د شعر وږمې ېې د لر او بر پښتونخوا په هره خوا کې خورې شوې او هرې دېرې او حجرې ته ېې غزونې کړي دي ۰
ښاغلی ناز د سوات په نازنينه او شاعرانه سيمه کې دنيا ته سترګې غړولي او د خپل شنه او ګلورين چاپېريال په خوږه غېږه کې ېې سا اخيستی او هماغلته ېې د ماشومتوب خاپوړي پيل او د ژوند په پوړيو قدمونه ايښي دي۰
د سوات پاکه هوا، شنه فصلونه او سندريز او مينه مينه ماحول زړونه په ټپو او خوشالو راولي او انسان ته خوږ لمسوونکی او تخنووکی احساس وربښي، د همدغو فطرتي ښکلاوو برکت دي چې د شعر ښاپېرۍ هر وخت د سوات له هر شاعر سره لکه د سپوري ملګرې وي او هغه دې ته په غير ارادي ډول مجبوروي چې د مينې او عشق خوږې نغمې وغږوي او د ژوند د رنګونو او ښکلاوو سندرې ووايي۰
د سوات همدغې طبيعي ښکلا او قدرتي رنګونو او ښايستونو په ښاغلي ظفرعلي ناز لکه د نورو جادويي اثر کړی او د نوموړي په زړه کې ېې د شاعرۍ او فنکارۍ تخمونه کرلي دي ۰
خوشال بابا څه ښه ويلي:
که خوشاله سره کښېني يو څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
ما د ښاغلي ناز او د هغه د شاعرۍ او فن خبره کوله، د ناز په شاعرۍ کې مونږ ټولې هغه ښکلاوې او ښېګڼې موندلای شو چې د ښه او معياري شعر غوښتنې او ځانګړنې وی او د فنی بنسټونو د مراعت کولو تر څنګ د موضوع او مضمون خيال هم پکې ساتلی شوی وي،
اوس چې له بل هر وخت نه زياته د غزل لمن پراخه او د محدوديتونو له دايرې راوتلې ده او د هر ډول مضمون او مطلب اظهار پکې په اسانۍ کېدلای شی ښاغلي ناز د شاعرۍ دې صنف ته ځانګړې پاملرنه کړې او خپله
شاعرانه طبع ېې پکې ښه په سړه سينه ازمايلې ده۰
ناز په خپل شاعرۍ کې تل د نوښتونو او نوي والې هڅه کړې او هغه څه ېې د خپل قلم ژبې ته سپارلي چې د وخت او حالاتو نه راټوکېدلي او د ټولني له عينی پېښو او واقعيتونو سره اړخ لګوي
زمونږ د وينو رنګ اوس هم د ګل پر پاڼو پروت دی
مونږه به بيا جانانه دا ځلې اختر نه کوو
مونږ چې پښتو وايو په کلي کې چې ژوند تېروو
څنګه به ذکر د چنار او د نښتر نه کوو
پښتانه شاعران چې په خپل غزل کې د کلي د ښايستونو، شنو فصلونو او ګودرونو او چنارونو خبرې ونه کړي نو خپله وينا ورته پېکه، تته او کمرنګه ښکاري همدا وجه ده چې د ناز په شاعرۍ کې دا روايت لکه د نورو پښتنو شاعرانو جوت ښکاري او ژوندی ساتل شوی دی۰
نن دې په سترګو کې لمبې نه وې او اور نه وو
ځکه زما د زړه د درد پکې ټکور نه وو
زما په خپل کلي هم مينه د زړه ماته نه شوه
زما په کلي کې اوس هم د مينې شور نه وو
همدغه راز ښاغلي ناز په خپله شاعرۍ کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د عشق او مينې رنګين تارونه هم ترنګولي او کله ناکله ېې د رومانيت خوږې دنيا ته هم سر ورښکاره کړی او د حسن او ښکلا په وريښمينو ټالونو ځنګېدلی دی:
له سترګو دې جانانه د غزل رنګونه څاڅي
پرته دې په لېمو کې څه کافره شاعري ده
د زلفو په هر تار کې دې نغمې د زندګۍ دي
ستا ناز لکه د ستړي ژوند سندره شاعري ده
يا دا چې:
ما دې خوبونه د خورو زلفو په بڼ کې غوښتل
ما دې په زلفو بلاګانو کې تيارې نه ليدې
ناز ېې ليدم چې لېونی وم بې نشې نشه وم
ساقي شمکور ستا په لېمو کې ميخانې نه ليدې
او بيا وايي:
ته مې رڼا د ړندو سترګو ېې د سترګو توره
دا تا چې اخلم خپلو سترګو ته نظر اخلمه
زما غزل لکه ګلاب به څنګه ښکلی نه وي
ستا له سپرلي سپرلي ښايست نه چې اثر اخلمه
ښاغلی ناز د خپلې شاعرۍ ډېره برخه د خپلو خلکو او خپل فام لپاره ځانګړې کړې او د پښتنې ټولنې او پښتون ولس په بدو ورځو، ناخوالو او بدمرغيو ښه په زوره زوره زړېدلی، نوموړی ځای ځای په خپلو ويناوو کې د ولس او قام دردونو او تراژېديو ته ځای ورکړی او د خپلې خاورې ويرجن او غملړلي حالات ېې په خپله شاعرۍ کې انځور او تمثيل کړي دی۰
وخت خو تېره تېره اغزی مې په وطن کې کرل
وخت د سپرلي مې په وطن کې انګازې نه ليدې
بل ځای وايي:
راشه منګولې دې کړه سرې زما د زړه په وينو
نور به لا څه درته نکريزې د اختر اخلمه
همدغه راز په يوه بل غزل کې له حالاتو سر ټکوي او په سلګو سلګو وايي:
ما مې خپل ژوندون د خپل زېږون په ورځ بايللی دی
ځکه خو چې ځان ته ګورم سراسر تاوان يمه
خوب کې مې چې هم چرې په ژوند باندې پوره نه شو
نازه د خپل زړه په وينو سور هغه ارمان يمه
او کله چې دردونو په سر اخيستی او د يار جفا او د وخت ناخوالو په زوره زوره ژړولی نو له نو په غير ارادي ډول ېې له خولې لاندې ويرجنې ساندې راوتي چې وايي:
را ټولومه د جانان له هر قدمه خاورې
لکه د پهو په خپل زخم زخم ږدمه خاورې
زه چې درځم نو تاله مينه په جولو دروړمه
خو چې راځمه نو له ځان سره راوړمه خاورې
ښاغلي ناز ښه په زغرده په خپلو اشعارو کې د خپلو ملي احساساتو، عاشفانه خيالاتو او لوړو انساني ، اخلاقي او ټولنيزو جذبانو اظهار کړی او د خپل دې کار لپاره ېې د غزل له فورم نه ښه په ځای ګټه اخيستې ده۰
ناز په رښتيا هم چې خوږه او کره شاعري کړی او د شاعرۍ ټولې فني غوښتنې او معيارات ېې په پام کې نيولي دي او کله هم د شعر د منل شوو اصولو له پولو او سرحدونو نه دی اوښتی۰
زه په دې پوره باور لرم چې که ښاغلی ناز همداسې له خپل فن سره له انصاف نه کار واخلي او خپل هنري سفر ته دوام ورکړی نو هغه ورځ ليرې نه ده چې د پښتو ادب په رنګين اسمان کې به د يوه تلپاتي ستوری په شان لا پسې وځلېږي او د معاصرو شاعرانو په کتار کې به د قدر وړ ځانګړی ځای تر لاسه کړي۰
د ښاغلي ناز د شعر او ادب دنيا دې تل رنګينه او له ګلاليو وږمو ډکه وي چې نوموړی پکې د تير په څير د عشق او مينې، رنګونو او ښکلاګانو او نازونو او سازونو تر ځنګ د خپل وطن او ولس د ژوند سندرې
همداسې ژوندۍ وساتي او پښتو ژبې او ادب ته د لا زياتو تلپاتې خدمتونو وياړ تر ګوتو کړي۰
په پای کې ګران او ځوان شاعر ښاغلي ناز ته د ژوند ټولې ښکلاوي او رنګونه غواړم او تاسو درانه او ګلالي دوستان د مينې او ښکلا په ستر څښتن سپارم۰
ښاد او اباد اوسئ۰
۲۲/۵/۲۰۱۹
پېښور
دا هم د ښاغلي ناز يو څو خوندور غزلونه راځئ چې په ګډه ېې ولولو او خوند ترې واخلو:
غزل
ستړې مې ډېرې دي درانه مې ډیر دی
پېټي د غم په سر پراته مې ډېر دي
د زړه حجره مې ترې وزګاره نه ده
ستا د يادونو ميلمانه مې ډېر دي
لا مې خواږه د ژوند ليدلي نه دي
لا ارمانونه د خوږ زړه مې ډېر دي
جانانه زه په ويرېږم ځکه
د محبت ميراث خواره مې ډېر دي
چې وي پښتون او پښتو نه پېژني
ليدلي داسې پښتانه مې ډېر دي
نازه خبرې مې څوک ن اوري خو
شاعر سړی يمه ماغزه مې ډېر دي
غزل
بې کوره وم جدا جدا چې تانه ګرځېدمه
په ورانو لارو سر ومه په ورانه ګرځېدمه
په دومره ډېرو خلکو کې هيڅوک مې څنګ کې نه وو
په دومره لوی وطن کې بې جانانه ګرځېدمه
د وصل په باران پسې مې ځمکه ګرځوله
دا ځکه خو ټول عمر بې بارانه ګرځېدمه
دا کوم خمار دې سترګو کې جانانه ګرځولو
چې تا راته کتلي وو بې ځانه ګرځېدمه
رنګونه په هر لوري بلها ډېر وو خو پېکه وو
دا څه بلا پرې شوې وه حيرانه ګرځېدمه
زما د زړه د درد د ټکور خلک پکې نه وو
زړه ماتی او زړه چاودی له دنيا نه ګرځېدمه
مخونه ښکلي ښکلي وو خو زړونه ښکلي نه وو
ګلونو کې هم نازه پرېشانه ګرځېدمه
ایک تبصرہ شائع کریں