دوي لۀ سرونو چې پۀ پښو ورته پټکي ګذار کړل
هغې سړيو بيا لۀ دوي د سر سړي ګذار کړل
خلقو ايرو کښې ګټې اوکړې تر آسمانه لاړل
مونږ ساده لوحو لۀ کورونو خپل غمي ګذار کړل
څۀ قيامت خېزې سانحې دي د غزې پټۍ کښې
مېندو لۀ غېږو خپل تنکي تنکي بچي ګذار کړل
د هغې پېغلې جوړ د زړۀ آرمان پوره نۀ شولو
نن يې ژړل نن يې لۀ لاسو نه بنګړي ګذار کړل
وخت کۀ ځوانان لۀ حجرو لرې کړل پۀ ښار يې ګډ کړل
وخت د پيغلوکو لۀ سرونو هم منګي ګذار کړل
هغې جينۍ پۀ کړس خنده اوکړه پۀ شا واوړېده
هغه خبر نۀ وه هغې بلها زلمي ګذار کړل
اوس کۀ راځي څوک بختوره هیڅ پروا دې نۀ کړي
ما لۀ دې لارې پۀ هر ګام سره آزغي ګذار کړل.
بختور شاه ــــــــ
ایک تبصرہ شائع کریں