دا ژوند لکه غزل، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
نيمګړی مکمل، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
ارمان لکه غرمه، د سوي هاړ ،مداح يې خال خال
حالات لکه کنګل، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
سړي لکه لېوان دوستان يې ډېر دښمنان کم کوز
دا ښار لکه ځنګل ، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
دا عشق لکه بل اور ،نه مدعي لري نه خپل خو
معشوق لکه اوربل،مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
لټون لکه مزل، هرڅوک ساه ساه، توبه ،توبه مې
مقصود لکه منزل ، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
اوس هم يو نيم مغل ،د ناز خاوند دی پښتنو کښې
اوس هم شته لا بير بل،مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
ممتاز لکه تدبير، لږ پلويان لري لاليه
رقيب لکه توکل ، مداح يې ډېر نقاد يې يو نيم
ایک تبصرہ شائع کریں