(اروښاد خاطر اپريدے

شاعرې

جمعہ، 23 مئی، 2025

(اروښاد خاطر اپريدے

 



لکـــــه کلۍ چې پۀ ازغـــــــــو کښې وينم

داسې مې زړۀ ستا پۀ بڼـــــــو کښې وينم


رخسار دې وينم تـورو زلفــــــؤ کښې ستا

لکـــــــــــــــه رڼا چې پۀ تيارؤ کښې وينم


ګلفامــــــه څو کــــــۀ لرې اوسې لــــــه ما 

زۀ دې د نم پۀ پلــــــــــــــوشو کښې وينم


دا ستا ليدل تېر شوے خـــــــوب وو اشنا

بيا به دا خوب پۀ کـومو شپو کښې وينم


اے د سبا سترګې راخېـــــژۀ پــــــــۀ ورو 

تلـــــــــــــۀ د اشنا دې پۀ ختو کښې وينم


زما خاطـــــــر ! خاطر دې اؤر کښې وسؤ

وس ئې لــــــــوګے پۀ اسوېلو کښې وينم


(اروښاد خاطر اپريدے )

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف