راتلونکي وخت کښې به یو زړۀ جمال ته څنګه ګوري؟
خداے خبر خلق به د مینې خیال ته څنګه ګوري؟
چاته چې تور ټکي د ژوند دکتاب سترګو ته شي
هغوي به ستا د جبین ځلند خال ته څنګه ګـوري؟
د آئیـنـــــې غونــــدې حېـــــــرانه هغــه اودرېدله
زما پۀ سترګو کښې راوړلي سوال ته څنګه ګوري
خلق یــــو بل دیـــکي چې دغه ننداره خو وکړي
ټول تماشګیر خپل انساني زوال ته څنګه ګوري
هغـــــه د ګــــرم بازار چغـــــو پسې ځان رسوي
ړوند به د ښار نه راچاپېر دېوال ته څنګه ګوري؟
پۀ مـــــرغُـــــــزارو راورېـــږي د اورونو بــاران
سپــرلے به دا ځل لمبه شوي کال ته څنګه ګوري؟
د کلي پېـــــــغلې د ځـــــوانۍ پـۀ ایرو ولمبېدې
ګران بــــه د خپلې شاعرۍ کمال ته څنګه ګوري؟
اکرام اللّه ګران ـــــ
ایک تبصرہ شائع کریں