زما نه مينه واخله غاړه واخله

شاعرې

منگل، 20 مئی، 2025

زما نه مينه واخله غاړه واخله

 

زما نه مينه واخله غاړه واخله  هر خوا چه ځې درسره دواړه واخله   ما سره هيڅ نشته بيا هم څه چې دي  جانانه دا درسره واړه واخله   پريږده بنګلے او د بنګلو ګلونه  د محبت دنيا ويجاړه واخله   ژبه د سترګو د خبرو زده که  سلام په منډه په ولاړه واخله   نن ئې په دې ټپه کښ اوے راته  په اجاره د ګودر غاړه واخله   پردي ګلونه ګلشنونه پريږده  مزه د خپل وطن د کاړه واخله   په پردو شونډو تنده نه ماتيږى  بوسه د دې شونډو د پاړه واخله   کله خو ته هم لګے شونډے سپړه  سائله څه چه غواړے غواړه واخله 🌼 🌸 #FK_DIARIES


زما نه مينه واخله غاړه واخله 

هر خوا چه ځې درسره دواړه واخله 


ما سره هيڅ نشته بيا هم څه چې دي 

جانانه دا درسره واړه واخله 


پريږده بنګلے او د بنګلو ګلونه 

د محبت دنيا ويجاړه واخله 


ژبه د سترګو د خبرو زده که 

سلام په منډه په ولاړه واخله 


نن ئې په دې ټپه کښ اوے راته 

په اجاره د ګودر غاړه واخله 


پردي ګلونه ګلشنونه پريږده 

مزه د خپل وطن د کاړه واخله 


په پردو شونډو تنده نه ماتيږى 

بوسه د دې شونډو د پاړه واخله 


کله خو ته هم لګے شونډے سپړه 

سائله څه چه غواړے غواړه واخله


🌸


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف