وینې ته اوبه وایه که ژوند کوې
سپنې سپنې مه وایه که ژوند کوې
کفر ته د سره کفر مه وايه
مړې ته وېده وايه که ژوند کوې
سپۍ ته زمرئ کارغه ته باز وايه
سپکو ته درانه وايه که ژوند کوې
دلته ژوند په لوئ منافقعت کيږي
زهرو ته خواږه وايه که ژوند کوې
یا مونیره ځان بی نيټی مه وژنه
بدو ته می ښه وايه که ژوند کوی
منير بونيرې
ایک تبصرہ شائع کریں