د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم
لويه خدايه زۀ به چا چا ته سجده کړم
ملګرتيا کۀ څو رندان راسره وکړي
دا حرم به يوه لويه ميکده کړم
د وصال د شپې بدل به دې خلاص نۀ کړم
ټولې شپې کۀ د خپل عمر شوګيره کړم
شيريني د پيغلتوب د پيغلې غواړم
خلۀ به ستا په عنابي شونډو خوږه کړم
چې مسکے شے لږ ئې ښکل کړے بيا ئې راکړے
سل توبې به هغه جام نه صدقه کړم
قافلې د پسرلي دې په دے راشي
خپل ژوندون به ئې په لاره کښې ډيره کړم
سيف الرحمان سليم
ایک تبصرہ شائع کریں