راشه راشه ساقي راشه
درې درې مُلا درې
په ما باندې بدې لګي
ستا پخې پخې خبرې
تۀ د مينې بې خبره
تۀ د حُسن نه منکر يې
د شرابو د څښو نۀ دي
ستا ترخې شونډې ببرې
په تال مسته مسته راغله
سرې پاپۍ يې د کمترې
ستا څلوېښت زره کتابه
د دې دوه خوږې خبرې
ستا وعدې اوږدې د حورو
دلته سرې شونډې شکرې
ماشوم نۀ يم چې جنت پرېږدم
ستا د سور دوزخ د ويرې
مُلا تا څکلي نۀ دي
نرۍ سرې شونډې کافرې
ستا په غېږ کښې ناستې نۀ دي
د کالیو ډکې کمترې
د جومات په چارچوبۍ کښې
يادوه پردۍ تورسرې
اوږې سترګې اوږې خېټه
بد قسمته بد نصيبه
خېشت او مينې ته شمکوره
او د زړۀ په روځ غريبه
راشه راشه لېوني له
جام اوچت که مسلمان شه
د رندانو په مذهب شه
جنتي په دې جهان شه
ایک تبصرہ شائع کریں