زړه مو په سترګو کې درزېږي اوس چې څه به کېږي

شاعرې

ہفتہ، 25 جنوری، 2025

زړه مو په سترګو کې درزېږي اوس چې څه به کېږي

 


زړه مو په سترګو کې درزېږي اوس چې څه به کېږي

ځان رانه وروستو پاتې کېږي اوس چې څه به کېږي


لکه بلــــــــبل به مو بچي په باغیـــــــــچو کې ساتل

راته په خاورو کې لوغړېــږي اوس چې څه به کېږي


بلها خوبــــونو مو همـــــداسې بې تعبـــــــیره دي لا

ډیوې مو ورو په ورو تتــېږي اوس چې څه به کېږي


چا مو په کور کې یـــــــوې برخې ته تیلی ورته کړو

لمبې ئې هر خوا ته خورېږي اوس چې څه به کېږي


سعوده! نور دې په سنـــــــــدرو کې څه پاتې نه دي

د چا پرې مینه نه ماتېـــــږي اوس چې څه به کېږي

\

#شاه_سعود🍂🍁

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف