غزل
سيد شاه سعود
راشه ګني ﺯړۀ ته ئې ساه نه رسي
ګوره دا سړے تر سبا نه رسي
هلته له تيارو سره په جنګ يمه
چرته چې د نمر هم رڼا نه رسي
لويه نړۍ ټوله تقسيم شوے ده
برخه پکښې اوس هم د چا نه رسي
نور رانه پرې ټول کلے خبر شولو
بس خو دا خبره تر تا نه رسي
ژوند رانه بې حده پورته شوے دے
قد ورته سعوده ﺯما نه رسي
پروفيسر سيد شاه سعود
ایک تبصرہ شائع کریں