غزل ـ سید شاه سعود
داسې ډېر لرې به نۀ ځو ـ مخ ۸۳
ـ
په سترګو کښې دې نشته نامعلومه زمانه
لا مه چېړه سعوده مثنوي د مولانه
ـ
مستي شي، بې خودي شي، د پاېزېبو ترنم
يو حال راباندې راشي تنانه، ناننانه
ـ
دې بل سر ته چې راغلمه خبر شومه ترې زه
د ژوند په حقيقت کښې مې پرته وه افسانه
ـ
د ځان په ځائے مې وليدو هينداره کښې يو کس
والله چې ديوانه شوم ديوانه شوم ديوانه
ـ
نظر نه مې غلط شولو مرکز د معرفت
دنيا رانه خطا کړله سعوده نښانه
ـ
ـ
ـ
ایک تبصرہ شائع کریں