خپلو فيصلو نه مو قسمت راله جوړ کړی دی

شاعرې

ہفتہ، 25 جنوری، 2025

خپلو فيصلو نه مو قسمت راله جوړ کړی دی

 



غزل : سيد شاه سعود

_________ 

 

خپلو فيصلو نه مو قسمت راله جوړ کړی دی

تاسو خو دنيا نه اخرت راله جوړ کړی دی 


ما له مو په شونډو د موسکا غوټۍ وژلي ده 

ژوند نه مو زحمت او مصيبت راله جوړ کړی دی

 

هره ورځ يو نوي مخ دنيا سره مخ کړی یم

هره ورځ چا نوی شناخت راله جوړ کړی دی 


وخت چې راغلو زه يې د پردو غوندې پردی کړمه 

نور خو يې د غره هومره قامت راله جوړ کری دی


خوب کې هم بندي يم د څادر نه باهر نه وځم 

خپلې بیوسۍ داسې عادت راله جوړ کړی دی 


خلکو به تراخه سعوده څومره ډیر راکړي وي

دا غزل يې هم په یو نفرت راله جوړ کړی دی 

_______________________________ 


Syed Shah Saud

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف