ـــــــ غزل ـــــــ
زه يـې کـه مـوزون کـه نــــــــــامـوزون ګڼـم
ستـا د خــــــــــــــولې خبـره بـه قـانون ګڼـم
تـل يـې ستـا غمونـه مېلمـــــــــــــه کـړي دي
زړه پـه دا خبـره زه پښتـــــــــــــــــــون ګڼـم
نـور بـه دې تعريـف د "کــړه وړه" څـه کـوم؟
زه دې د غــــــــــــــزل غونـدې مـوزون ګڼـم
تانـه مـې ګيلـــــــــــــه پـه خـاطر نـه راځـي
ستـا ستـم د بـل سـړي لمـســــــــــــون ګڼـم
تـه پـوه شـه چـې مـې څـــــــــــه ګڼـې ګلـه!
زه دې خپلـه ســـــــــــاه ګڼـم، ژونـدون ګڼـم
پـوه نـه شـو رقيــــــب پـه ذومعنـى جـواب
وايـي ورتـه "درد" خـو زه مجنــــــــون ګڼـم
رحمت الله درد
ایک تبصرہ شائع کریں