______________
شور و خاموشي مې چرته نه وه اورېدلې
خپله شاعري مې چرته نه وه اورېدلې
ستا په خولۀ زما د نامې ټکي عجيبه وو
مړ وم، زندګي مې چرته نه وه اورېدلې
حسن په هنداره کې خپل ځان راټولولو
داسې موسيقي مې چرته نه وه اورېدلې
نی سره ستار د ګل په قتل ژړېدلو
سانده د لرګي مې چرته نه وه اورېدلې
غږ سره دې اوښکې تصويرونو تويولې
ستا بېحسابي مې چرته نه وه اورېدلې
مخکې هم فنا وه ستا سندره خو سعوده!
دومره مجازي مې چرته نه وه اوريدلې
سيد شاه سعود
ایک تبصرہ شائع کریں