څومره نامه چې اوچتېږي ستا د بامه سره

شاعرې

جمعرات، 23 جنوری، 2025

څومره نامه چې اوچتېږي ستا د بامه سره

 



څومره نامه چې اوچتېږي ستا د بامه سره

دومره خوئیږمه اشنا د هره ګامه سره


اوس په خوبونو کې هم مه راځه بدنامه به شې

کلي هر چا دي پریښودلي ما بد نامه سره


قاصده دا خبره بس ده چې انکار یې اوکړو

څله سلګۍ یې راته شمارې د پېغامه سره


چې په ژوندون باندې محرومه د ژوندون یې کړمه

اوس مې لحد ته کوزوي څه د ارامه سره


د چا د غم سرور مې واخستو نوم یې څه کوم؟

ما په وعظونو پریښې نه ده د دې جامه سره


هم ترې د مینې باور پورته هم د خلکو شولو

څه حادثې شولې راپښې د "اکرامه " سره


ارواښاد اکرام الله ګران بابا

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف