د زغملو نه دی زۀ په درد خبر يم
د دې خپل بد بخته زړۀ په درد خبر يم
داسې څوک هم شته چې خاندي داسې وايي
نه خوږ شوی يم او نۀ په درد خبر يم .
ستا د تلو نه پس به بيا زما دماغ خوري
ښه پوهېږمه او ښۀ په درد خبر يم
د دوران ظالم د لاسه مې تڼاکې
شي د زړۀ اوبۀ اوبۀ په درد خبر يم
دا غمونه پرهرونه شي وجود کې
زۀ ليکوال د بېلتانۀ په درد خبر يم .
---------
اميرليکوال22/04/2019
ایک تبصرہ شائع کریں