د خاورې په تقسيم خو نه تقسيم شوې نه جدا شوې

شاعرې

اتوار، 21 اپریل، 2024

د خاورې په تقسيم خو نه تقسيم شوې نه جدا شوې

 


د خاورې په تقسيم خو نه تقسيم شوې نه جدا شوې

د ژبې غلامۍ که ورک کړې بويه که پيدا شوې


د سر د ډېرېدو دعا دې ما غوښته له خدايه

پښتونه چې لښکر شوې زما نه شوې د مُلا شوې


تصوير مې ستا د زړه د دېواله نه خپله پرېوت

هم دغې سودا واخستم چې تۀ هم د سودا شوې


ستا وينه آخر څه وايي يزيد به چاته وايو

پښتونه که په مفته کې شهيد د کربلا شوې


زما د زړه بازاره د ڪنډرو دې لوګې شَم

ګونګې ولې يې پوی مِ کړه چې لوټ شوې که تالا شوې


زمونږ دلداري دغه وه د دوی دلبری دا وه

دوی خپلې مينې نغدې کړې زمونږ مينې نسيا شوې


په داسې لمبو اوسوې د خوُنبارو غوټو شونډې

د سرو ګلونو څانګې نه د "نن" نه د "سبا" شوې


د ژوند د پسرلي د ارمان لاس دې را په شا کړو

زما د ځوانۍ خوبه څه نيمګړے نيمه خوا شوې


د چا سترګې د اوښکو ډکې نه شولې سائلؔه

محفل کې چې د ستا د فکر شمعې په ژړا شوې

 

رحمت شاه سائل

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف