غزل
____
کال خو نوی شوی دی ګلابه را ته وخانده
ټس مې درله درکړلو اوس شابه راته وخانده
ته هم چې راتلی نو زمانې درته خندلي وو
زه هم در روان یمه دریابه راته وخانده
مینه ده په مینه کې بې مینې شیبه څه کوي
ګل شه بې حسابه بې کتابه راته وخانده
هسې یوه چیغه یم ګیله یمه فریاد یمه
هسې یو تپوس یمه ځوابه راته وخانده
نن مې تصور نه هم سوا درته کتلي دي
مخ دې مخامخ کړه بې نقابه راته وخانده
راشه غیږه راکړه شاه سعوده سالګره مې ده
مس شه راته وه خانه خرابه راته وخانده
________________________________
سید شاه سعود
ایک تبصرہ شائع کریں