شاکر اورکزے / زړونو ته نۀ ګوري په زړونو کښې لمبو ته ګوري

شاعرې

جمعہ، 19 اپریل، 2024

شاکر اورکزے / زړونو ته نۀ ګوري په زړونو کښې لمبو ته ګوري

 


غزل


زړونو ته نۀ ګوري په زړونو کښې لمبو ته ګوري

جينۍ ته ګوره ګلاب نۀ ګوري وږمو ته ګوري


یو تاند هلک د شین زرغون په ننداره ولاړ دے

یوه نیمزاله د یادونو مقبرو ته ګوري


تا هغه څوک څنګه هېر کړے دے دروغ مه وایه

چې په هر پل ستا د چشمانو اشارو ته ګوري 


چا مې د سپور وجود د چاودو پښو تپوس ونۀ کړو

څوک مې څپلو ته ګوري څوک زما جامو ته ګوري 


هغه زلمي چې د هوا په رخ به نۀ پوهېدل

په کناره د سمندر ولاړ، چپو ته ګوري 


خلک خو بِنک بېلنس ته ګوري په کتاب څۀ کوي

یو لېونے د کتابونو المارو ته ګوري 


د پښتنو د ناکامۍ اسباب به نور هم وي خو

په شا روان دي د نیکونو کارنامو ته ګوري


د روهستان په ګلستان کښې اے عظیمه خدایه!

نۀ څوک پښتو ته ګوري نۀ څوک پښتنو ته ګوري 


اوس د خپل عمر په یو داسې برید ولاړ دے شاکر

د خپل ارمان نه لاس په سر شي چې بچو ته ګوري


۲۴ نومبر ۲۰۲۳ جمعة المبارک


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف