لاړم اوګرځېدم یاره بېرته راغلم / جنګرېز اعوان

شاعرې

ہفتہ، 20 اپریل، 2024

لاړم اوګرځېدم یاره بېرته راغلم / جنګرېز اعوان

 


ښار مې پرېښودۀ له ښاره بېرته راغلم

محبته ستا دپاره بېرته راغلم


بې وسي وه ګني ستا بنګړي مې یاد وو

سوے لوے له بازاره بېرته راغلم


د احساس د خوشبو ډک چمن تالا شو

لوګي خيژي له چیناره بېرته راغلم


د نشو د سوداګرو بادشاهي وه

زۀ بې وسه بې اختیاره بېرته راغلم


د ښکلا د اخستلو وس مې نۀ وۀ

لکه ګاک له دوکانداره بېرته راغلم


زۀ په خپله مزدورۍ پسې روان وم

څوک مې اولیدل په لاره بېرته راغلم


ستا په شان مینه چا رانۀ کړه جنګرېزه

لاړم اوګرځېدم یاره بېرته راغلم


جنګرېز اعوان

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف