غزل
تور تم ته به وي پاتې د رڼا نه چې بوږنيږي
د ژوند د نوي نوي ارتقا نه چې بوږنيږي
دا سترګې دې ړندې شي د ښکلا نه چې بوږنيږي
د ګل نه چې بوږنيږي د بورا نه چې بوږنيږي
دا کس د ښائيستونو ثناخوان نه شي کيدے
د زرکو زرکو سترګو د ځلا نه چې بوږنيږي
زه دېو يم که پېرے يم که نه سام مې زورور دے
په دومره ډېرو خلکو کې زما نه چې بوږنيږي
اوس نه پريږدي په ځان پورې چيرړۍ په يو اندام
دا څه شوي په يار دي د حيا نه چې بوږنيږي
دا زړه به د شېطان وي او دا مينه به مرتده
د يار د زکر فکر د ثنا نه چې بوږنيږي
يه سياله چرته لاړ شو د وږ سترګو ددے چم نه
زمونږه د زړه سواندو د اروا نه چې بوږنيږي
اکبر سيال
ایک تبصرہ شائع کریں