(پُښتنه) ارواښاد صاحب شاه صابر صېب ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ مېلمه

شاعرې

بدھ، 17 اپریل، 2024

(پُښتنه) ارواښاد صاحب شاه صابر صېب ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ مېلمه

 



(پُښتنه) ارواښاد صاحب شاه صابر صېب


ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ مېلمه!

ﻭﺍﯾﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﺣﺎﻝ څنګه ﺩے؟

ﭼﯥ څۀ ﺑﺪﻟﻮﻥ پکښې ﺭﺍغلے که نه؟

ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﻓﮑﺮ څنګه ﺧﯿﺎﻝ څنګه ﺩے؟


ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﻟﯿﮑﻮﺍﻝ ﺷﺎﻋﺮﺍﻥ

ﺩ آفسرانو ﻗﺼﯿﺪﯤ ﻭﺍئي

ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﺧﺎﻧﺎﻥ ﻣﻠﮑﺎﻥ

ځاﻥ ﺩﺭﻧﻮﻱ خپلي ﺩﺭﻧﯥ ﻭﺍﺋﻲ

ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﻏﺮﯾﺐ ﺩﻟﻪ ﺩے

پۀ ټوﮎ ډﻭډۍ ﭘﺮﺩے حجرې ﺳﺎﺗﻲ

ﭘﻪ شاباﺳﻲ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺮګوﻧﻪ ﮐﻮﻱ

ﺷﺎﻥ ﺩ ﺧﺎﻧﺎﻧﻮ ﺩ ﺷﻤﻠﯥ ساﺗﻲ

مجرمان اوس هم سپین سپېزلي ګرځي

افسران اوس هم رشوتونه اخلي

سمګلران اوس هم د نوټونو پۀ زور 

د چا ایمان د چا سرونه اخلي


ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ مېلمه

ﻭﺍﯾﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ کلي حال څنګه دے؟


هلته کي اوس هم د عاشق زندګي

په غم لړلو اسویلو تیریږي

اوس هم د میني د مئین زندګي

په فریادونو په زبیرګو تیریږي

اوس هم دهغه ځائې د ښکلو فرقه

د عشقه بود غواړي بهبود غواړي

د مئینانو نه څۀ بوده کوي

د محبت د سره سود غواړي


د هغه کلي نه راغلي مېلمه!

وایه زما د لالي حال څنګه دے؟

چرته په لار کوڅه کي ښکاري که نه؟

څوک يې په ښه بده کي ستايي که نه؟

زما غزلې خو تري هېرې نۀ دي؟

د خپل ښایست سندري وايي که نه؟

ریښتیا زما هغه یاران څنګه دي؟

د محبت په لاره سم دي که نه؟

د غیرت اور خو يې مړ شوے نه دے؟

پۀ مینه هغسې محکم دي که نه؟


د هغه کلی نه راغلي مېلمه! 

وایه د هغه کلي حال څنګه دے؟


چې څه بدلون پکښې راغلے که نه

زما خواري خو اوبو وړي نه ده؟

زما محنت څۀ ځائې نیولے که نه؟

هغه تودې جذبې سړې خو نه دي؟

ما بلي کړي ډیوې مړې خو نه دي؟


د هغه کلی نه راغلي مېلمه!

وایه د هغه کلي حال څنګه دے

چې څۀ بدلون پکښې راغلے که نه؟

د خلکو فکر څنګه خیال څنګه دے؟


 صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف