په زړه مې د نازونو انګارونه ږدي، او ځي
دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدي، او ځي
ـ
څه مينه د منزل څه د حالاتو مجبوري ده
جنون مې په سکروټو قدمونه ږدي، او ځي
ـ
يادونه يې زما د زړه تر کوره پورې راشي
د خيال په دېوالونو مې لاسونه ږدي، او ځي
ـ
د سترګو په جامونو کې محفل ته شراب راوړي
په وچو وچو شونډو مې پاړونه ږدي، او ځي
ـ
د دې غرونو د دغه ګړنګونو نه به لوېږي
چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدى، او ځي
ـ
که نن نه وي سبا به ده وفا لارې رڼې شي
مَېن چې پرې د زړونو مشالونه ږدي، او ځي
#ډاکټر_صاحب_شاه_صابر
ایک تبصرہ شائع کریں