د ارواښاد سعید ګوهر دوې غزلې

شاعرې

منگل، 23 اپریل، 2024

د ارواښاد سعید ګوهر دوې غزلې

 

د ارواښاد سعید ګوهر دوې غزلې

د ارواښاد سعید ګوهر دوې غزلې


غزل (1)

د سهار قدر شي كولى، تروږمۍ وهلي

هغه ډيوه يم چې په مخ مخ ده، سيلۍ وهلي


د سېلاب مخ ته، د كاغذ د كشتۍ غوندي ښكاري

مونږ د قلا بخڅې وې څومره په خوارۍ وهلي


د قد آدم تصوير په شان يم، په دېوال باندې ښخ

په لاس او پښو مې دي مېخونه ـــــــــ زندګۍ وهلي


تر قميص لاندې، په ملا باندې مو شنې ليكي جوړي

په نرۍ لښتې ظالم وخت يو په سختۍ وهلي


زياتی اختيار كوي او نوم د مقدر بدنام دى

نه ژوند كولى شي، نه مري، خان او خانۍ وهلي


ستا پېدا كړي زورور خدايان خو وائي، خدايه!

ژاړي به هم نه په سر باندې په څپلۍ وهلي


د استعمار او استحصال دنيا ده، څه خبر يو

مونږ خدای وهلي يو ګوهره! كه خدايۍ وهلي


غزل (2)


نه مو فرياد كړى دى وخته! نه بغۍ• وهلي

درته ولاړ يو، تاؤ برېتونه ـــــــــ په بياتۍ وهلي


تر خپل منزل پورې به رسي ، مزل لږ دى كه ډېر

دا قافله ـــــــــ تندې ، غرمې او ستومانۍ وهلي


نه د عقبْى پروا لرو ، نه په دنيا خبر يو

مونږ د ورېښمنو بخملي زلفو خوشبُۍ وهلي


د ګودر غاړه ده او تنده تنده زېړ ماځيګر

په سپينه زنه ، شنه خالونه دي، جينۍ وهلي


رقيب و ماته رقيب وائي هغه كله ويني

زما په څيري ګرېوان، ستا د لاس بخۍ وهلي


جوړه پرتې، لکه په وينو کې لړلي توري

يو تكي سرې شونډي او بل د پېزوان ژۍ وهلي


دباندې روغ ، دننه ټول ګوهره! سوي سوي

لكه بادام د فروري يخ او ږلۍ وهلي


                                •بغۍ: په کاکړي لهجه کې "چېغو" ته وائي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف