اولس جانان که نو ده ټول اولس جانان به شې
که لږ پخپله زمکه اودریدې آسمان به شې
په تنهائئ کښې وي بې درہ بې ديارہ سړے
ده زړونو کور کلي له راشه نو ودان به شې
ده ژوند په شور کښې ځنې ځنې آوازونه اوره
که ناست ئې پاباڅې که پاڅیدې روان به شې
ستوري خالونه په تندو که ده وطن ده ښکلو
تیارې دې نه شي پټولے چراغان به شې
ده پردي سوري نه په خپلو سرو غرمو کښې ښه ئې
دلته به ډیر ګران ئې که هلته شوې ارزان به شې
ده خپل پرهر ده دړد ده سرو ګلونو ژبه زده که
ګل به پخپله شې ده ګُل ده خاندان به شې
ماتول هیڅ نه دي مشکل ده نفرتونو پولې
ده مینې لار واخله یقین به شې ایمان به شې
بیا به تمبېږي د پلکونو ګزارونه درنـــه
د ستم ګرو مینه اوکه نو سندان به شی
یا بنجارے شه یا ملنګ د پښتنو د کوڅو
سائله دا اعزاز حاصل که شاه جهان به شی
#رخمت شاه سائل صېب
ایک تبصرہ شائع کریں