زما د تړمو وينو جام واخله

شاعرې

پیر، 15 اپریل، 2024

زما د تړمو وينو جام واخله

 



زما د تړمو وينو جام واخله

راشه د نوي ژوند پيغام واخله


د ژوند په لاره کۀ زما سره ځې

په لمبو پښې کيده اؤ ګام واخله


ستا په نظر کې مې پښتو اوليده

راشه دا خُوږ زړه مې انعام واخله


په خُولې مې مُهر دے وئيلے نۀ شم

په سترګو سترګو کې سلام واخله


لږ خو تۀ هم زما د مينې په سر

ګيډے ګلونه د الزام واخله


مُلا که زۀ دې کړم کافر نو خير دے

خو د يار نوم په احترام واخله


نن يې په سترګو کې بس دومره اووې

د سحر زيرے په ماښام واخله


سائلؔه! ګل دې چرته اونهٔ ريژي

بوسه ترې واخله خو په پام واخله


• شاعر - رحمت شاه سائل

• کتاب - د وير په چم کې وار د نغمو دے 

• مخ _ ۷۶ (76)

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف