يو څه خوشته جګر که! چې ما تا ته نه پرېدي
یوڅه خوشته ما تا ته او تا ماته نه پرېدي
یوکس و و په تیاره کښې يې رڼا ځان له پېدا کړه
داخلک هغه کس هغې رڼا ته نه پرېدي
ما سوچ هم نه وو کړی چې به تا دلاسه ورکړم
ما وې چې لېوني به څوک صحرا ته نه پرېدي؟
اوس پوهه شومه اوس مې عقل ورو ورو کار شروع کړ
ژړا کښې يې خوښېږم ما خندا ته نه پرېدې
یو وخت به داسې هم راشي پښتونه ! اوده او سه
چې خپل سکه بچي به خپل دادا ته نه پرېدي
ارمانه! چې زه مړ شمه نو بیا به هم ژوندی یم
یو څوک به تا له راشي تا به چاته نه پرېدي
سوات، د شپې ۳:۲۳ بجې ، ۲۷,۰۵,۲۰۱۵
ایک تبصرہ شائع کریں