نظم
د چا د بغاوت سر تر پامیره رسیدلی
او د چا ټیټ شوی سر د ملا تر تیره رسیدلی
سره د بغاوت جانانه ارتی تڼی ګرځې
تعجب نه دی په دومره رقیبانو کښې ژوندون
اے پټ نه شو د چا مخ ته په دوو ګوتو لمر
اخیر هم برابر شو هغه سر او د غره سر
اورمه په ترنوم په الهو مست دي شيخان
دربار ته دې راغلي دي د لرې مريدان
ته چیرته ئې جنانه ګل کڅونو ته راځه
د کلي هغه دنگو چینارونو ته راځه
چې څرنګه په لمر پسې د لمر گلونه اوړي
دا ستا مخور مخ پسی بلاه مخونه اوړي
شوې تتې آینو د مخ څېرې درپسې ترکې
نور چوي له انتظار زوړنه او زرې درپسې ترکې
اشنا بویه چې لاړې یوسف مخی درنه جوړ شو
یو څرک په غرونو پاتې یې لمرمخی درنه جوړ شو
تت مه شه تر منزله ستا د لارې مشالونه
راڼه شه درته دا سپوږمی او ستوري گگلیچونه
منو چې دلته وسپنه ايمان دي ټکر شوي
څوځل د رقیب سر او زما سر سرپه سر شوې
ایک تبصرہ شائع کریں