_________ غزل _________
«زمزمې دَ پلوشو» نه انتخاب
اقرار باندې دهوکه شي په انکار سړے غلط شي
دَ ځنې ځنې خلقو په ګفتار سړے غلط شي
شېطان وي کله کله دَ اٰدم جامې اغوستې
دا ځکه خو دَ يو نيم په کردار سړے غلط شي
دَ حُسن دَ رنګونو په شا تورې بلاګانې
په رنګ سړے غلط شي په سينګار سړے غلط شي
اې! دې منافقت ته په زړۀ يو او په خُلۀ بله
دَ بعضې بعضې خلقو په روزګار سړے غلط شي
تسبې، سپينې جامې، پګړۍ خوش فهمه سندونه
اکثر په بزرګۍ او په دستار سړے غلط شي
منم اکثر په ښار کښې ورک دَ کلي سادګان شي
عجب ده څنګ په کلي کښې دَ ښار سړے غلط شي
دَ زهرو ډکې ژبې ئې په شاتو کښې لړلې
دَ لفظ په خوږلت او په اظهار سړے غلط شي
يو ځل چې په موګي ټکره وخوري نو هوښيار شي
حېران يمه چې ولې په بار بار سړے غلط شي
دَ خدايه چې ئې سمه شي نو بندې بېړۍ پار شي
چې کمه شي اکثر په سمه لار سړے غلط شي
دَ چا په تندي ليک نۀ دي کوثره چې څوک څنګه
دُشمن نه سړے ځان ساتي په يار سړے غلط شي
------------------ طارق کوثر --------------------
ایک تبصرہ شائع کریں