اسيرمنګل / د مودو وچه څېړۍ ده او بل زهٴ يم

شاعرې

بدھ، 17 اپریل، 2024

اسيرمنګل / د مودو وچه څېړۍ ده او بل زهٴ يم

 


د مودو وچه څېړۍ ده او بل زهٴ يم

توره شپه ده تروږمۍ ده او بل زهٴ يم


مرګ كه بلوسي زندګي خو ماسره ده

يو ټپه د ملالۍ ده او بل زهٴ يم

 

دصندلوخوشبویی مې وړي له ځانه

درام چند کاکا هټۍ ده او بل زه یم


تهٴ كه رانه غلې ګيله نه كوم شمعې

دشت دے تيزه بړبوكۍ ده او بل زهٴ يم


چې سراب ګڼلې ده دكلي خلقو

يو چېنه ده، لېونۍ ده او بل زهٴ يم


دادم اوددرخودمرګ داستان دے

۔نیمه شپه نیاابۍ ده او بل زه یم


يو منګل دے يو يخ باد دے چې الوزي

بس يوه ماته شپېلۍ ده او بل زهٴ يم

اسيرمنګل

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف