مړی سترګی او مړه کاته ياره دا دې څه وکړه
ماته به دی نه کاته ياره دا دې څه وکړه
هير ئې کړم خو څنګه هير څنګه اخير څنګه هير
ستا وراته وراته کاته ياره دا دې څه وکړه
هغه ځنګيدونکې تله هر قدم نا زړه قدم
تلو کښې په ستنه کاته ياره دا دې څه وکړه
قهر پرونې مې لا ستا د سترګو هير نه وو
نن خواږه خواږه کاته ياره دا دې څه وکړه
وخت چې د کتو وو نن هر خوا وو رقيب رقيب
تا سائل ته نه کاته ياره دا دې څه وکړه
محترم رحمت شاه سائل🥀❤️
Post a Comment