عشقې حقيقي
که تر شمعے رسيدل غواړے پتنګ شه
مۀ جاروځه د لمبو سره په جنګ شه
عاشقي هسے د خلے خبرے نۀ دي
کچکول واچوه په غاړه کښې ملنګ شه
منصور چغے کړے د حق په سر د دار
په تهمت د هغے پاکے مينے رنګ شه
که مجنون يې نو عالم ته څله ګورے
ځان قربان کړه پسے تېر د نام و ننګ شه
حقيقي مينه د خداے رسول پکار ده
د دنيا د مجازي مينو په څنګ شه
د محفل ياران دے ټول جميل بابره
د يارانے مصطفيٰ په دعا رنګ شه
Post a Comment