د کچه خاورو نه جوړ دے ځاے په ځاے په لوګو تور دے
دا بتکي بتکي چې ښکاري دا زما د جانان کور دے
د غرمې دلته اوده وي هم ددې څپر د لاندې
اوچې څانګې پرې پرتې دي د کدو بوټے پرې خور دے
د کوهي سره په خوا کې دا زړه اونه د توت ده
اوس موسم د پسرلي دے د توتانو پکې زور دے
ېو خوا اوچ ډکي پراته دي دا خشاک دے د سېزلو
بل خوا شنه ګېاه پرته ده چا ټومبلے پکې لور دے
لا خو اوس تنور لمبه شو ډوډۍ ورستو به پخېږي
د دېوال په منځ کې ګوره زوړند هاغسې لا شکور دے
کټوۍ باندې په نغري ده د لرګي څمڅۍ پکې ده
چې نرے لوګے ترې خېژي لګېدلے پسې اور دے
په غپ غپ ئې ځان ښکاره کړو ځکه ما ترې ډډه وکړه
ګني خلق داسې وائي چې خړ سپے د ګيډر ورور دے
د کوټې په منځ کې ګوره څه په خوند ځانګو ځنګېږي
الاهو للې للو شه څومره خوږ اواز د مور دے
هاغه جاله د خسڼو د برګو منځ کې چې ښکاري
توتاکرکي بهر لاړ دي د بچو ئې پکې شور دے
مېښه لنګه شوملې ډېرې دېچکوړے د کچو ډک دے
نن به حلق زما غوړ شي دا د ډېرو ورځو سپور دے
ددے کور دا ښکلي خلق څوک به څنګ کړي د نظره
دا امېل د اګو ماتو هاغه خکر په بلۍ سور دے
دا خيرن کور به صادقَ تاج محل باندې ور نه کم
هاغه يار دلته اوسېږي چې زما د زړهْ ټکور دے
دا ښائسته او زړهْ راښکونکي نظم د ګران حسېن احمد صادق دے چې د مردان په سيمه دا شاعرانو مير دے د صادق نظم که د خپل اولس د ژوند ژواک او د رسمونو رواجونو عکاس دے نو د هغه ګلورين غزل په چاپېرچل د ګلونو غوړېدلے څادر دے
صادق صرف د مردان د اولس د زړهْ ټکور او د سترګو تور نهْ دے بلکې د لر او بر د ځانګړي اسلوب شاعر دے
ډېره عمر ئې مسافري کړې ده هم دغه وجه ده چې په شاعرۍ کې ئې د مسافرو د ژوند ژواک تصويرونه رپېږي او ځلېږي ،د صادق د کتاب سوراړه کښې دغه نظمونه خوندي دي نور کتابونه ئې هم شته
د صادق غزل لکه رحمان بابا چې وائي
د رحمان تمام غزل دے انتخاب
زمونږ د کور د توت په څانکه خپلې لاړې تُو که
ګبين به پکې واچوي مچۍ به راکوزېږي
ما څومره په خوارو ورته ورو ورو خبرې زده کړې
کنځل کوي اوس ماته چې خارو خبرې زده کړې
د ښار د جينکو نه وېرېدم کلي ته راغلم
د کلي ساده ګلو جينکو خبرې زده کړې
تهْ ګوره ماته وائي غلې کښېنه نهْ پوهېږئ
زهْ غلې ښهْ يم اوس زما بچو خبرې زده کړې
د صادق صېب نظمون پرتوغاښ ،مټيزه، يخې اوبهْ ،پالشي ، د چابۍ موټر اد دغسې نور نظمونه داسې دي که صادق صېب نور شاعري اونهْ کړي نو دغه نظمونه او شاعري به ئې ژوندے ساتي
کهْ د حالاتو درانهْ لاس ترې په مخ پړق وباسي
زړهْ ئې لا نور کلک شي توبه کله عاشق وباسي
ځواني مې لاړه خو د کار شومه چې رد مې نهْ کړئ
ګلاب چې مړاوې شي طبيب ترېنه عرق ؤباسي
زهْ د دنيا په مدرسه کې اخر زده کړمه څهْ
وړي مې د ځان سره ستا خېال مې د سبق وباسي
صادقه ليک په هر ورق کې ده نامه د اشنا
وخت به زما د ژوند کتاب نه کوم ورق وباسي
د صادق صېب په دې مختصر ليک زما سود نه کېږي خو کهْ ژوند وفا وکړه نو تفصيلي ليک به ستاسو بصارت ته وړاندې کوم انشاء الله
Post a Comment