" پخوانۍ روژې اؤ د ګبين باچا اعتکاف"
اوس چې د خلکو کوم ژؤند, ژواک دے- پخوا چا د دې تصور هم نۀ شو کولے- چې انسان به دومره ترقي هم اوکړي- يا به دومره د تنګسيا اؤ تنهايئ ژؤند تيروي- کۀ څوک به د چا ميلمه شو- پيدل مزلې اؤ خوږې دوستانې وې- د يوې شپې اراده خو به ميلمه د ځان سره راوړې وه- دويمه شپه به ئې د کوربنو پۀ غوښتنه اوکړه- پۀ دريم سحر چې به ئې څپلۍ اوتړلې- څپلۍ به چرته وې خو د غم ښادۍ دپاره به خلکو ساتلې-
پۀ هر حال سحر چې به ميلمه د تللو تکل اوکړو- نو د کور خلکو به د غرمې تر ډوډۍ پورې پۀ زور زياتي ايسار کړو- د سحر چاے به د رڼا لګيدو سره څښلے شو اؤ د غرمې ډوډۍ به لس بجې وه- ميلمه چې به د ډوډۍ نه پس د تللو پخه اراده اوکړه- نو د کور خلکو به ورله د دې وعدې سره اجازه ورکړه- چې د ماسپخين چاے اوڅښې نوځې به- د ماسپخين چاے به د يوې نيمې, دوه بجو نه وروستو پخيدۀ- د اوس پۀ شان حال نۀ وو, چې نۀ د چائيو وخت معلوم دے اؤ نۀ د ډوډۍ- --
البته اوس د روژې مياشت د نورو رحمتونو اؤ برکتونو سره يؤ برکت دا هم راوړي- چې خلکو ته د ماښام اؤ د سحر وختونه پۀ صحيح معنو کښې معلوم شي- پۀ دې څۀ کۀ پاتې يولس مياشتې بيا هم هاغه حال وي- کوم چې د روژې نه اول وي- خو د وختونو اؤ ټائم ټيبل دا قيصه د پخوا نه هم ګډه وډه راروانه ده- فيروز اپريدے صاحب پۀ خپل ژوند ليک " ژوند سفر سفر " کښې پۀ اوۀ څلويښتم مخ ليکي چې-
" زمونږ پۀ دې ټول وطن ( دوي د باړې اؤ تيرا علاقې سره تعلق لري) کښې پۀ ميلونو,ميلونو جومات نۀ وو- د رمضان پۀ مياشت کښې به خلکو پۀ اندازه روژې ماتولې- چې د چا سره به ګهړۍ وه- نو بس د کوټې سر (يعنې چهت) ته به وختلو اؤ اذان به ئې اوئې- چې هم د خپل کور خلکو به واوريدو-"
وړاندې ليکي چې " د اختر د شپې اندازه به مونږ ته د ټوپکو د ډزو اؤ د لرګو, غنو خشاک د کټه مير د سوزولو او د هغې د روښانه لمبو نه کيدله-" فيروز حاجي صاحب د " کټه مير" د پيژندګلو پۀ حواله هم ډېر ښۀ معلومات ورکړي دي- خو دلچسپي لرونکي دې ورپسې د هغۀ ژوند ليک اوګوري-
زمونږ فرض دا دي چې د اپريدو پۀ ځاے د خپلې سيمې معلومات دنيا ته وړاندې کړو- زمونږ د سيمې خلک کم از کم د مومندو اؤ اپريديانو نه زيات هوښيار وو- ځکه چې پۀ کومه ورځ به ئې ماښام روژه ماته کړه- نو پۀ يؤ منګي کښې به ئې د بيزې يوه پچه واچوله- هفته دوه هفتې پس به ئې دغه پچې شمارلې هم- چې هسې نا روژې د ډيرشو نه سيوا او نۀ نيسو-
خو پخوا يوه مسله دا هم وه- چې پۀ کورکښې به جدا جدا کمرې نۀ وې- بس يوه به دننه کوټه وه اؤ بهر به برانډه وه- د بنيادمو سره سره به پۀ کښې غوا, ميښه يا بيزې هم ولاړې وې- دا د ټولې پښتونخوا د خلکو د مشترک ژوند انداز وو- کله کله به د روژې د شمار د منګي پۀ پچو کښې بيزې اضافه اوکړه- د کور خلکو چې به شمار اوکړو- وئيل به ئې افففف خدايه ! تۀ مو پرده پوښ شې - اختر خو پخوا تېر شوے دے- اؤ مونږ لا ناست يو روژې نيسو- خو د حيا اؤ د عزت زمانه وه- داسې ناڅاپي اختر به خلکو اکثر د خپل کور پورې محدود ساتلو-
دومره مې اوريدلي دي چې د بانګونو قيصه خو خطا وه- خو چې څوک به بې وخته پيشمني له پورته شو- نو سړي به ښځې ته وئيل چې دروازه د پيشمني تر اختتام پورې بنده ساته- چې دننه رڼا نۀ راځي- روژه ورسره مکروهه کيږي-
يوه ورځ يؤ ملک صاحب د جومات د امام صاحب نه تپوس اوکړو - وئيل ئې" دا خو راته معلومه ده چې د سرې پلتې( پيراسيټامول) پۀ ګولۍ روژه نۀ ماتيږي- خو ما ورسره يوه پياله اوبۀ هم نوش کړې دي مکروهه شوې خو به نۀ وي- ؟؟" امام صاحب هم تازه تازه د ديوبند نه فارغ شوے وو- ډېر شوخ سړے وو- وئيل ئې هلکه پۀ جام خو به دې نۀ وي څښلې- ؟ ملک صاحب هسې هم تبې, دړدونو ژپلے وو- امام صاحب ته ئې پۀ ګيله مند انداز اوئې " ولې غوے درته ښکاره شوم کۀ ؟ د رمضان مياشت نۀ ده- امام صاحب زر, زر دلاسه کړو- وئيل ئې پۀ پياله اوبو هيڅ نۀ کيږي- -ارمان دے ارمان څۀ ښکلي امامان اؤ څومره تعبدار روژه دار وو- اوس خو کۀ امام دے کۀ مقتدي دے ټول پۀ خلۀ کښې اور اوړي -
اوس خلک وائي چې علم زيات شو- هر څوک د دين د احکاماتو نه خبر شو- پخوا خو جهالت وو- ناپوهي وه, علم, پوهه دومره نۀ وه- لکه د اوس پۀ شان نۀ ميډيا وه, نۀ سائنسي ايجادات وو- بس خو ساده ژوند وو-
دومره زما هم ياد دي- چې خلکو به د جمعې اؤ اختر د مونځ نه علاوه روژې هم پۀ اتفاق سره نيوې اؤ تراويح به ئې هم د پابندۍ سره کولې- نور به جوماتونو ته د تللو شوق چا ډېر نۀ کولو- البته کله کله به د ضرورت تر مخه د استسقاء مونځ هم ټولو خلکو پۀ شريکه کولو- پۀ نتيجه کښې به ئې اکثر باران هم اوشو-
ښۀ مې ياد شي- زما ارواښاد پلار يؤ وار د استسقاء د مونځ اعلان اوکړو- خلک سمدستي جومات ته راټول شو- د مونځ تياري ئې کوله- ما يؤ ګاونډي مشر ته غلي شان اوئې چې زما پلار ته اوائي چې هسې هم سوکړه اؤ ګرمي ده- د غاړې نه ګرم سويټر اوباسي- د دغه مشر د خبرې نه پس زما پلار يؤ نظر سويټر ته اوکتل, خو لکه چې پۀ ويستلو ئې سمے را نغلو- هغۀ ته ئې ډېر پۀ بې پرواهۍ سره جواب ورکړو- وئيل ئې هسې هم ګرمي ده- د سويټر سره نۀ زياتيږي اؤ نۀ کميږي-
تراويح به هم امامانو صاحبانو د قران پاک پۀ لنډي سورتونو سره کولې- دومره ده چې يؤ حافظ قران به پۀ هر کلي کښې پۀ درې شپو کښې د قران پاک ختم کولو- يعنې پۀ يوه شپه کښې به ئې لس سيپارې وئيلې- دې درې ورځني خصوصي ختم القران له به د لرې لرې ځايونو خلک هم راتلل- خو څوک به پۀ کښې تنګيدل پۀ دې نا, چې حافظ صاحب به پۀ کوم انداز تلاوت کؤلو- چاته به پته نۀ لګيده چې د کومې سيپارې کوم سورت تلاوت کوي- ځکه اکثر به د قيام اؤ تلات پۀ وخت خلک د صف نه بهر ناست يا ولاړ وو- چا به نسوار اچولي وو- څوک به هسې ناست وو- خو د حافظ صاحب د الله اکبر اوريدو سره به ټول پۀ صف کښې رکوع ته رسيدلي وو- کله کله به چې حافظ صاحب د رکوع پۀ ځاے د سجده تلاوت د الله اکبر سره نېغ سجدې له لاړو- څوک به پۀ رکوع کښې پاتې شو- څوک به سجدې له لاړل-
د شوقدر اؤ زبرګې يا د صفرې د مياشتې خپل لوازمات وو- د سيټلائټ, ګلوبلائزيشن اؤ نورو خرافاتو نه بې خبره د دغه خلکو د يؤ بل سره تړون اؤ تعلقات دومره خواږۀ اؤ پاخۀ وو- چې نن هم مونږ د هاغه دؤر د پاتې شؤو خپلوانو اؤ دوستانو نه زيات تعلق جوړ نۀ کړے شو- بلکه د هغوي نه پاتې تعلقات رانه هم پاتې دي- سر ته ئې نۀ شو رسولے-
خو بيا ورو, ورو زمونږ علاقو ته د مغرب پۀ ځاے د مشرق بلکه د جنوب لۀ اړخ نه د اسلامي تعليماتو اؤ جديد علومو رڼا شروع شوه- ګبين باچا به هم بستره پۀ اوږه کره اؤ د تبليغ پۀ لاره کښې به لاړو- خو چا ئې ډيره پروا نۀ کوله- د دين د زدکړې پۀ ځاے خلکو دا د ګبين باچا ذاتي شوق ګڼلو- څوک خبر وو, چې تبليغ ځانله يوه دنيا ده- يوه زمانه به داسې راځي چې ټول پښتانۀ به پۀ دغه لاره کښې روان وي- روان څۀ چې پۀ جوماتونو کښې به پراتۀ وي-
پۀ هرحال يوځل چې ګبين باچا د تبليغ نه واپس شو- د روژې اتلسمه, نولسمه ورځ وه- د روژه ماتي نه پس باچا پۀ کور کښې اعلان اوکړو- چې د روژې اخري لس ورځې اعتکاف وي- کۀ د محلې ټول خلک اعتکاف ته نۀ کښيني خو يؤ کس به لازمي اعتکاف کوي- ګني بيا به ټول ګناهګار وي- ښځې ورته وې چې سړيه دا خو دې راته نوې قيصه شروع کړه- دغه چل خو نۀ ابا کړے وو- نۀ مې د بل چا نه اوريدلي دي- هغې هم بد نۀ وئيل ځکه چې ابا يا محترم پلار ئې ښۀ مونځ ګزار کس وو- د جومات پۀ ړومبي صف کښې به د ابا دپاره يؤ مخصوص ځاے خالي پروت وو- وجه ئې دا وه چې پۀ يوه زمانه کښې د ابا زنګون زخمي شوے وو- بلکه د خپل دهقان د لاسه د ټوپک پۀ ګولۍ لګيدلے وو- انګريزي علاجونه, هسپتال اؤ ډاکټر چا نۀ پيژندو- خو بيا هم برکتي وختونه وو- د کور د ټوټکو اؤ مرهم پټۍ سره د ابا پښه بيخي روغه شوه- دومره فرق پۀ کښې پاتې شو- چې نيغ به ګرځيدے هم شو اؤ څملاستے هم-
خو کله چې به پۀ جومات کښې پۀ قاعده کښيناستو, نو دغه متاثره پښه به ئې پۀ څۀ هنر داسې تاؤ کړه- چې ابا به پۀ قاعده ناست وو- اؤ پښه به ورته مخ ته غزيدلې پرته وه- د پښې د تاويدو پۀ وخت چې به څومره ځاے پۀ استعمال کښې راتلو- دا به پۀ صف کښې خالي پروت وو- يوه ورځ د تهاڼې نه يؤ نا اشنا سپاهي کلي ته سمن يا رپورټ راوړو- دمونځ وخت وو- سپاهي پۀ پېنټ شرټ کښې راغلے وو- خو لکه چې اودس ئې د اؤل نه روغ وو- خلک هم پۀ مونځ ولاړ وو- سپاهي هوښيار وو- پۀ دې پوهيدو چې پۀ صف کښې خالي ځاے پريښودل نۀ وي- ځکه نو د ابا سره چې به خلکو کوم ځاے خالي پريښودۀ- سپاهي د ثواب پۀ نيت پۀ هم دغه خالي ځاے کښې اودريدو- دا بيله خبره ده چې د ابا د پښې تاوهلو پۀ وخت سپاهي داسې ګډوډ پۀ زمکه پريوتو چې دوه درې نور مونځ ګزار ئې هم د ځان سره ارتاؤ کړل-
دا قيصه نور جزيات هم لري- خو مختصر دا چې د ګبين باچا سخر يا د هغۀ د ميرمن ابا هم ښۀ ديندار اؤ مونځ ګزار مشر وو- خو د اعتکاف عمل څۀ چې دغه ذکر ئې هم چرته نۀ وو کړے- ځکه نو د ګبين باچا ميرمن ته کۀ د اعتکاف خبره نا اشنا ښکاريده- دومره ګناه ورته هم نۀ وو-
خو باچا ورته وئيل چې زمونږ ټول ژؤند پۀ جهالت کښې تېر شو- ماته هم اوس پته اولګيده چې اعتکاف لازمي دے- بيا ئې تفصيل بيان کړو- چې دغه لس ورځې به زۀ پۀ جومات کښې عبادتونه کوم يا تلاوت- خو خبرې به د هيچا سره نۀ کوم- وئيل ئې تاسو به ماله پۀ خاموشۍ کښې د روژه ماتي اؤ پيشمني پۀ وخت ډوډۍ راوړئ- نور به تاسو زما اؤ زۀ به ستاسو پۀ کار کښې کار نۀ ساتم- ښځې ورته صرف دومره اوئې چې هسې نا د شپې به دې پۀ خوشي جومات کښې پيريان اويروي- خو د دين نه د بې خبرۍ پۀ وجه ئې ورسره ډېر بحث او نۀ کړو-
د ګبين باچا کلے د غر پۀ لمن کښې اباد وو- اؤ جومات د کلي د کوټو دپاسه جوړ وو- د جومات د کهرکۍ نه به بهر ټول پټي اؤ فصلونه پۀ ډاګه ښکاريدل- باچا پۀ اعتکاف اؤ عبادتونو کښې مصروف وو- د کور خلک ورسره هم اموخته شوي وو-
يؤ سحر ګبين باچا هسې غېر شعوري شان د جومات د کهړکۍ نه بهر اوکتل- هم دغسې د سپرلي روژه وه- مخامخ د شنو غنمو پۀ فصل کښې څاؤري لګيا وو- فصل د ګبين باچا د پټي وو- څاوري خداے خبر چې د چا وو-؟؟ يا شايد چې د اعتکاف پۀ وخت بهر د کتلو سزا وه چې لاس پۀ لاس ورته اورسيده- خو نۀ ئې چاته غږ کولے شو, نۀ د موبايل فون سهولت وو- ګني ټيلي فون څۀ چې پۀ فېس بک به ئې پوسټ هم ورکړے وو- خېر پوسټونه خو اوس هم د اعتکاف پۀ دوران کښې څوک ډېر نۀ ورکوي- خو د نورو پوسټونه پۀ کښې ګوري- څوک پۀ کښې کمنټس هم ليکي- خو شايد چې پۀ دې به اعتکاف نۀ خرابيږي نو-
پۀ هرحال پخوا دومره پوهه چرته وه-؟ باچا پۀ يؤ دوه کښې حيران وو- چې څۀ وايم اعتکاف خرابيږي- کۀ خاموش پاتې کيږم نو فصل لاړو د څاؤرو د سر صدقه شو- ----
اخر ئې يؤ ترکيب ذهن ته راغے- د استغفرالله سره ئې يوه پښه د جومات د دروازې نه بهر کړه- د کچه کوټې د چهت نه ئې يو څو واړۀ واړۀ کاڼي راټول کړل-
اوس باچا د جومات د کهړکۍ سره اودريدۀ- خو د پټي پۀ ځاے ئې کور ته مخ کړو- ښۀ وه کور ئې نزدې وو- اواز ورته هم رسيدے شو- خو پۀ شريعت کښې جايز نۀ وو- يؤ, يو کاڼے به ئې خپل کور طرف ته ويشتلو- اخر يؤ کاڼے پۀ غولي کښې پروت د سلورو پۀ منګي اولګيدو- ميرمن ئې راويښه شوه- پۀ غصه کښې بهر را اوتله- چې پۀ دې سوړ سحر څوک دومره مست شو چې زمونږ کور پۀ کاڼو ولي-؟ خو بهر چې ئې اوکتل نۀ ماشومان وو اؤ نۀ بل څوک پۀ نظر راتلل- اخر ئې پۀ ګبين باچا نظر پريوتو- چې د جومات پۀ کهړکۍ کښی ولاړ دے- د دې طرف ته ګوري- لکه د بانګ وئيلو پۀ شان ئې دواړه لاسونه غوږونو ته وړي وو-
خو د شهادت ګوتې ئې پۀ غوږونو کښې نۀ وې ورکړې- بلکه دغه دواړه ګوتې ئې اودرولې وې- اؤ پۀ مخصوص انداز کښې به ئې ړقولې- باچا پۀ خپل فکر کښې ښځې ته د څاورو د ښکرو يا غوږونو نقشه پيش کوله- چې د غنمو پۀ فصل کښې څريدل- خو د ښځې ئې هډو دغه طرف ته فکر نۀ وو- هغې پۀ دواړه لاسونو د ډېر ارمان سره خپله سينه وهله- وئيل ئې ما چې وئيل هم هغه اوشو- پۀ سړي پيريان ورننوتل- ډېر وروستو پته اولګيده چې خبره د پيريانو نۀ وه- بلکه باچا د څاؤرو خبره کوله چې د سحر نه پۀ شنو غنمو کښې څريدل- -----
طاهر بونيرے- 31, مارچ 2024ء- د روژې شلمه ورځ۔
Post a Comment