محمد سعپد سعيد

شاعرې

منگل، 19 مارچ، 2024

محمد سعپد سعيد

 


محمد سعپد سعيد

مائې د حسن د لمبو په سيوري خوب کړے دے

ملګرو ما ورپسې ځکه لېونتوب کړے دے

چې بې له کوره ګوره بل څه ئې ليدلي نه دي

زما د کلي جونو داسې پېغلتوب کړے دے

د ښار مئينو شکر ؤباسئ په هرڅه شته ئې

مونږ خو د ولوږو تندو غېږ کې مئينتوب کړے دے

اوس مې له دې څنګلې نيسې له کوڅې مې شړې

ياد که په کومه چې تا ډېره موده خوب کړے دے

ستا د ښائست عمر به کم نه وو خو څه وکړمه

فطرت د ګل د ژوند په ورکړه کې شومتوب کړے دے


محمد سعيد سعيد د مردان ادب خېزې خاورې هاغه شاعر اديب دے چې د اولس په زړونو کې ئې د خپل لازوال شعر په هنر ځان له کوټلے مقام پيدا کړے دے د سعيد دا خوي حصلت هم د ستائنې دے چې په ادبي دنيا کې د چا سره اختلافات نه لري بلکه د هر شاعر اديب او ادب ذوقه کسانو سره د زړه له کومي مينه کوي سعپد د غزل سره سره معرا نظم له هم د زړه په وينو پالنه کړې ده سعيد که هرڅو د وخت تودې څپېړې خوړلې دي خو د خپل فن محبوبا ئې په ازغن ازغن ماحول کې هم سينګار کړې ده 

سعيد ته د شاعرۍ فن په ميراث کې پاتې شوې دے هغه د اولسي شاعر خدائے بخښلي زړګل بابا د ګوتمې هغه زرکون غمے دے چې پړق پړوق ئې تراوسه ځليږي او پړقيږي 

سعيد ټول عمر د بې روزګارۍ په جرنده دل شوے دے 

سعيد د پښتو ژبې هاغه شاعر دے چې پـښتو او پـښتانه به پرې ترمرګه وياړي


زما د ژوند تصوير د سنيما د پړدې مخ دے 

رنړا کې ليدې نشي دا به ګورې په تېاره کې

د ژوند د ور زنځيره لاس تپومه تا لټومه

په ما خو دې کړې سترګې تورې تورې په تېارهْ کې


ګران ورور محمدسعيد سعيد د پښتو ادب جولۍ ته د"دردونه تصويرونه " چې درې څلور ځله چاپ شوے دے او اوس اوس ئې نوې مجموعه " په پيرچي شونډو سلګۍ" پېرزو کړي دي او د خپلې مور(پښتو) حق ئې ادا کړے دے

ترڅو چې د پښتو ادب د معياري غزل او معرا نظم ذکر کيږي د سعيد نامه به پکښې لکه د نمر او دسپوږمۍ ځليږي

سعيد زما د هغه وخت ملګرے دے څه وخت چې سعيد د مردان هوتي کلب د هاکۍ رائټ اوټ کهلاړي و او زهْ د کرن هاکي کلب لفټ اوټ وم سعيد لکه د سميع الله فلائنګ هارس د مردان په تېز ترين کهلاړيانو کـې شمېر و خو ددې سپېره وطن يؤ بهترين غريب کهلاړي د خپل مردان له ګراونډه د قامي ټيم کښې د لوبېدلو ارمان لکه زما په زړهْ پاتې شوې دے 

خو د غريبۍ دا يؤ اعزاز ورته ضرور حاصل دے چې د لر اوبر په پښتنو شاعرانو کښې د خپل لازوال غزل نظم په هنر د ډېرو خلقو په زړونو کښې اوسي

چې انسانان پکې ګوردې خرڅوي

داسې کمال دې دې زوال راشي

____________


د ډېر ژوند او روغې څټې دپاره ئې

 دعاګو يم او کهْ وخت اجازت راکړو او ژوند وفا وکړه نو د سعيد نيمګړې خاکه راسره خوندي پرته ده انشاء الله ډېر زر به ستاسو د بصارت مخې ته راشي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف