قضا چې ئې راوګرځوم ادا به شي کنه
خفه جانان زمانه پرې رضا به شي کنه
دا هسې بې وسي که بې حيسي په ما طاري ده
ایمان له دلاسه ورکوم ريښتيا به شي کنه
د ټول عمر خفه جانان له څو اهونه وړمه
خداے زده چې خفه جانان پخلا به شي کنه
زۀ هر وخت په یو داسې اضطراب کښې مبتلا یم
زما چې ماته نۀ ښکاري زما به شي کنه
زۀ لاره د جانان سارم په لویه لار کښې ناست یم
ریباره څه دې خيال دے راخطا به شي کنه
د تورو تیارو چم له مې ډیوه په لاس کښې راوړه
سیلۍ که لږه طم شي نو رڼا به شي کنه
یو غم راسره مل دے د ازله ليونے شوم
چې ماله جام په لاس د کوثر رابه شي کنه
د خپل ايمان د ښیري نه مې یره راپیدا شوه
همېشه! د زم زم په اوبو صفا به شي کنه
اصیل ذاده همېش
۱۹/۳/۲۰۲۴
ایک تبصرہ شائع کریں