صاحب شاه صابِر / دَ یو بلـه خبــر یُو دَ یو بل پۀ زړۀ پوهېـــــــــــږو

شاعرې

منگل، 19 مارچ، 2024

صاحب شاه صابِر / دَ یو بلـه خبــر یُو دَ یو بل پۀ زړۀ پوهېـــــــــــږو

   



دَ یو بلـه خبــر یُو دَ یو بل پۀ زړۀ پوهېـــــــــــږو 

خو یو بل ته کتې نۀ شو دَ یو بله شرمېــــــــــږو


پۀ بل هُنـــر پۀ بله دُعا خُداې خبـــر کۀ روغ شـو

دَ مینې پۀ اور ســــوي یُو پۀ مینـــه به رغېــــږو 


رقیب ســـــــــره به ګورو دَ رقیب خبــــره نۀ ده

پۀ مینــــــه کښې دَ مینې دَ یارانــــو نه یرېــــږو 


دُنیـا راتـه ولاړه وي دُنیـا راتـه پســـــــــــــخیږي

چې زۀ آؤ هغه ناست یُو سره خپلو کښې ګړېږو


زمـــــــونږ دَ بېلېدو نظاره هم دَ تماشــــــــــو وي

ودرېــــږو ، روانېـــږو ، ځو ودرېــــږو روانېــــږو 


دَ ستـــرګو دا یوه نیـکي دې ډېـــره ده لوګے شم

پنـــــاه راکړي چې کله دَ حــالاتو نه پټېــــــــــږو


صابِـــر ته دَ توبې خبـــره مۀ کوه ناصِـــــــــــحه

پۀ مینه کښې پُښتـو کوو کۀ مـرو کۀ پاتی کېږو



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف