غزل
چم په چم ګرځم دَ مينې ګداګر يم
په جامه دَ ملنګئ کښې معتبر يم
زه چې يو ځل دَ چا زړه ته شم دننه
بيا ترې نه ؤځمه داسې جادوګر يم
خطائي به رانه کيږي چې انسان يم
بيا هم شکر دے په نفس مې زورور يم
ماته مه کوئ دَ غم ښادئ خبرې
زه په بل وطن کښې اوسم مسافر يم
بس په يو وخت کښې مې زړه ډير خفه کيږي
چې اختر وي او دَ کلي نه بهر يم
عاجزي او سادګي مې لوئ فطرت دے
زه په دې عادت دَ هر چا دَ زړه سر يم
سيدنبی عاجز
ایک تبصرہ شائع کریں