سراج الدین سراج "د شعور انګازې" صفحه نمبر78

شاعرې

پیر، 18 مارچ، 2024

سراج الدین سراج "د شعور انګازې" صفحه نمبر78

 



دردونه  سېوا   شوي  دي  درمان  راله  پکار   دے

  یواځې تګ ګران شوے دے ، کاروان راله پکار دے


چې  کومو  رهزنانو  د  رهبر  پۀ   نامۀ  لوټ  کړو

د  داسې  ځان پرستو  نه  پرسان  راله  پکار  دے


چې  بل  رانه  سرونه  غوڅوي  مونږ  ورته ګورو

سرونه  داؤ  کؤل  غواړي  تاوان  راله  پکار    دے


چې  څو  پورې  یو  نۀ  شو  تباهي  مو  مقدر دے

د  مېنې ،  اخوت  عهد  و  پېمان  راله   پکار   دے


قامونه د ورورۍ ، علم پۀ زور پۀ وړاندې تګ کړي

د   ژوند   سنګارولو   له   سامان  راله   پکار   دے


ملګرو  د  خالد  غوندې   رهبر  ته   ضرورت   دے

ملګرو  یو  ملنګ  غوندې   جانان   راله  پکار  دے


یو  کار  ناممکن نۀ  دے  خو جذبه شاهیني غواړي

د  بدر  د   غازیانو   شان   ایمان   راله   پکار   دے


سراجه  یا  پکار  ده   چې  د یو   بله   قربان   شو

کۀ  داسې  نۀ  وي  تندر  د  اسمان  راله  پکار  دے


            سراج الدین سراج

             "د شعور انګازې"

              صفحه نمبر78

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف