حـــــق پۀ دار باندې ولاړ دے ، د باطل حــق کښې نعره ده
د احـــساس سترګې پُرنم دي ، بې حسي لۀ خــندا شنه ده
عاجـزۍ ته وخت معلوم دے ، غـــلې غـــلې ورته ګــــوري
لۀ انجــــــــــــامه ئې خبر ده ، د غـــــــــــرور پۀ تماشه ده
د شعـــــور او عـــــقل دواړو ، پـښـــې لاسـونه تړل شوي
حقیقت خاورو کښې پټ دے،ځکه ګام پۀ ګام دهوکه ده
د کردار جُـــــــوسه کردار ته ، د کــــــردار پۀ شانتې ښائي
لۀ دروغــــــــــــو نه باغي ده ، ځـــــــــــــکه ماته آئېنه ده
میــــــــنه کونډه ده هم بُوره ، کـــــــرکې، کــرکې زېږولي
وفا رنګ ده پۀ جـــــفا کښې ، بې اســـرې پاتې وعده ده
ځــــــــــــــناورو نه بد تر دي ، بس پۀ شـکل انسانان دي
څـــۀ لۀ ذاته شرمـــخان دي ، څۀ د خــــرو ګډو رمه ده
عـــــــلم شته خو عمل نشته ، ځــــــــکه ورک یمه نثاره
همــــــــــــــت هم زما نه تلے ، رانه تلې هــــــم جذبه ده
Post a Comment