۔۔۔۔۔۔۔۔۔غزل۔۔۔۔۔۔۔۔
ضرورت مې نشته نوم ته نماېش ته
ژوند مې تېر کړو د پنځوستو نه رایشته
یه ملا صاحبه دومره الزامونه
په دنیا کې راته وښایه فریشته
ویم چې دواړه لاس لتانه راچاپیر کړم
خه ساده یمه مې وګوره خواهش ته
آه چې مینه کړی بلها خراب تراب شی
مینه نه کوی ې ګوره اساﺉش ته
ډیر په ډیرو تکلیفونو درنه لاړم
سوچ دې وکړه په کردار لګ خپل ګذشته
هسې وایې به صادق صادق صادق یم
یارانې دی په پیسو اوس هسې نشته
وخت د واوٌرو لاړ خو زه کالام ته درومو
پشکال کې به لګ ولامبو بارش ته
اوس ساهد باندې د ظلم پړے سست کړه
اوس د زړه زورونه هغسې ې نشته
Post a Comment