غزل
د خمارو سترګو کتل مې وژني
مرګ خو يو ځل وي مګر تل مې وژني
وفا که نه کوے خو خير دے ياره
د اغیار خوا کښې خندېدل مې وژني
که يار مې مړ کړي خو شهيد به شمه
دا ناروا ده چې په بل مې وژني
چاہِ رخسار باندې يې ولونه، پيکۍ
ګيډۍ را زانګي په هر ول مې وژني
هره ادا يې قتل ګاه شوه راته
چې چرته ګورم په څه چل مې وژني
باڼه دې مه زمبه په زوره زوره
کاږه واږه باڼه زمبل مې وژني
ژاړم قلم په خولې مې وينې راغلے
د امتياز عرشي غزل مې وژني
امتياز عرشي
ليک وخت ـ 12/4/1979
Post a Comment