ارشاد خالق

شاعرې

بدھ، 20 مارچ، 2024

ارشاد خالق

 




غزل

زما بخته! ګوره دا خبر هم شته دے
چې دنیا کښې د هُما وزر هم شته دے
ستا به سر د چا په وړاندې نۀ ټیټېږي
لا مې تن پورې تر اوسه سر هم شته دے
چې قدم مې هم یاري راسره پرېښوه
اواز راغے چې لا نور سفر هم شته دے
ستـــا د مـــخ د ننـــدارې لـــۀ برکــــته
داسې اؤرو چې د قاف یو غر هم شته دے
چې زما په زړۀ تیارۀ ده، زۀ ئې څۀ کړم
کۀ رڼا ده په اسمان کښې نمر هم شته دے
هر څۀ وېشي خو څوک نۀ ورځي ارشاده!
په دنیا کښې یوۀ داسې در هم شته دے

ارشاد خالق

شانګله، پښتونخواه
۲۹ فروري ۲۰۲۴

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف