غزل
څومره ګرانه زندګى ده په وطن کښى
هر طرف ته بدنظمى ده په وطن کښى
آدمــيت او شــرافت اوړو کښى مالګــه
د خوړ شګې بدمعاشى ده په وطن کښى
د مــرګ وېره ده څوک چڼ کولے نه شى
څومره ډوبه خاموشى ده په وطن کښى
شور ، لوګې او ډېرانونه سخا ماحول دے
بلــها ډېــــره آلــــودګـى ده په وطن کښې
انتظـــار ٸــــى کــړو بـى حـده پرېشـــانه
دا لا څـــنګــه بد نيتــى ده په وطن کښى
ایک تبصرہ شائع کریں