غزل
اشـــنا د ســتا په ســر د ښــــکلا تـاج ښه دی هـمداسې
زمــا زړه ګـــوټۍ تل درتــه مـحـــتاج ښه دی هـمداسې
رښـتیا چې مـنصــــوري جــذبې ثــابتې کـــړو د مـینـې
د دار پــه مـــحــــبت کې دا رواج ښــه دی هـمــــداسې
چې تــه یې بې پــروا ګـــنـډې پـــه ســـتـنـــه د بــڼــــو
زمـــا د زخــمي زړه دغـــــه عــــلاج ښه دی هـمــداسې
که تــا لـــره غــــرور ښه دۍ پـه حـــسـن په نـــازونـــو
شاعــــر یـــمه زمـــا نـــازک مـــــزاج ښه دی هـمـداسې
چې وایو پـه اظــــهار پـه سـترګو سـترګو کې رازونــه
رقیـــب مـو له مـحـفـل ځنې اخـراج ښه دی هـمـداسې
مــــــرجــــان اظـــهــــار
ایک تبصرہ شائع کریں