تسکين مانيروال

شاعرې

اتوار، 10 مارچ، 2024

تسکين مانيروال

 


څومره ډېرې عقيدې  شوې

بې قرانه فيصلې  شوې


بې وعدې مسلمانان شو

په توبو پسې توبې شوې


د يو بل مخالفت شو

مختلفې نظريې شوې


انسانيت او تعليم هيڅ شو

ښه د هر څه نه پيسې شوې

ـ ـ ـ ـ

#تسکين

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف