د حمزه تازه اشعار ښه حمزه با

شاعرې

جمعرات، 22 فروری، 2024

د حمزه تازه اشعار ښه حمزه با

 




غزل 


زما زړه دې وي داغدار ښه

ستا خالونه په رخسار ښه


ته رنګ رنګ جوړوه زلفې

زما عمر دې په دار ښه


ته په سترګو کې موسکۍ شه

ښخ زما په زړه کې خار ښه


ګله تا بهار ته بوځي

له رېباره، نوبهار ښه


نن دې کړې دنداسه ده

اور دې بل په هر ګفتار ښه


ته چې لږ پرې خوشالېږې

غم زما په سر بسیار ښه


د وصال په شپه تلوار کړې

دی تلوار، دې له تلوار ښه


وعده مه کوه خو راشه

له ګفتاره وي کردار ښه


چې اشنا د چا طبیب شي

هغه درست عمر بیمار ښه


زه قیدي د رواج نه یم

ګرېبان مې تار په تار ښه


ته مغروره او بې نیازه

زه نیازمند یمه، خاکسار ښه


ستا د وروځو له دې ګونجې

د تېرې تورې پرهار ښه


په ژړا زما سوالونه

په خندا د تا انکار ښه


شپه د وصل سروه قده 

له وصاله دې رفتار ښه


اوس وصال دی ګیلې مه کړه

هر یو کار وي په خپل وار ښه


ته زما د کور په لاره

او زه ستا د کور په لار ښه


ستا تازه ښېوې نازونه

د حمزه تازه اشعار ښه


حمزه بابا

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف